لنډه كيسه :
داكبر كر گر ليكنه

سپكاوی !
ديكه زار له غږ وروسته سندرغاړي دفضل په نوم خپله مشهوره سندره پيل كړه . خلك سم دواره چوپ اوغلي شول . ماشومانو اوزلمو هم خپلې خبرې چپ كړې . خو يو سړی په چابكۍ دديرې له بر سر كټ څخه راپاڅيد اودسندرغاړي په غوږ كې څه وپسيد . بيرته په چابكۍ په خپل ځاي كې كښيناست .
مجلس اوټنگ ټكور سم له دې پسيدو سره دواره خپله غاړه بدله كړه . بيا چادفضل نوم وانه خيست . راپاڅيدلي سړی په خپل ځاي چوپ اوغلی كښيناست . ټولو خلكو هغه ته كتل دهغه څيرې ته يي كتل . هغه همداسې په خپل ځان كې ننوته ٬ وركيده اونوره له هغه سره هم دخبرو متره نه وه . سندرغاړی هم ژر په خپل ځاي كښيناست اونور ورسره دچا خبره چې چې ددرىدو وس نه و .
خدای خبر چې له كټه پاڅيدلي سړي هغه ته په غوږ كې څه ويلي و . ارومرو چې دگواښ خبره وه . زيات كليوال لا دمخه په دې راز پوهيدل . خو له ليري ځايونو څخه راغلي خلك په دې راز نه پوهيدل ٬ نو ځكه خو ميلمانه اودليري ځايونو سيل كوونكي اوتر اوتر ښكاريدل . په ټولو كټونو كي ناستوكسانويوه بل ته خولې نږدې كړې او گونگوسي پيداشول .
دكلي تواچي دچوپ كيدو غږ وكړ ديوه زاړه استاد هنرمند نه يي غوښتنه وكړه چې يوه چاربيته ووايي . هغه دچاربيتې پر ځاي ديا ټيك ستا په جبين دي نظم پيل كړه .
ټنگ ټكور دمست اويا غي سيند پر سر په يوه لويه اوپراخه ديره كې بيا رونق ونيوه .
مجلس اوسازونو دكونړد پشه كال د مهال دمست سيند پر سر په لويه اوپراخه ديره كې روان و . دكښته اوپورته درو څخه زيات خلك ورته راټول شوي و . ډير خلك ورته راغلي و . لاندې ددىرى په لمن کې دكونړ مست سيند چې دچا خبره دپشه كال په موسم كې خونكاري كيږي اوله خولې ځگونه باسي دتوري شپې په زړه كې لكه تورښامار په سينه ښوييده. څپو يي مستې غر غړي كولي . ديره د لالټينونو اوگيسونو رڼا گانو سپين پړك اړولي وه . دسيند دسر يخ باد به كله هم په ديره راخپور شو اودسندرغاړي له سندرو سره به يي يوځاي دارموني په پردو كي سر تاو كړ . خو دسيند په اوږده تراړه كې دشپو لامبوزن ټل والا به له ورايه چي لالټينونه به يي دشونټۍ درڼا گانو په څير په لاسونو كې نيولي و دسيند پر ټټر به دديري له څنگه تيريدل .
خو دې خوا دپشه كال گرمۍ دټنگ ټكور اوسندرو اوازونو هرڅه چوپ كړي و . په ديره كې دكټونو ډير اوږود كتار جوړ و . دوه كتاره يو بل ته مخامخ جوړ و . دې خوا اواخوا رنگارنگ . كټونه پراته و .كټونه دكلي له هر كورنه راوړل شوي و . دځينو پياړمې كلكې وې خو ځيني يې ځولۍ شوي و اوچې څوك به پكې كښيناست نو سم دم به په ځمكه لگيده .
يوازې لويانو دكټ دكښيناستوحق لاره . ماشومان په خاورو كې رغړيدل او يا به دټغر په پيڅكه اويا به هم په پړندو خارو كې پښې ابلې ناست و .
خو كله چې به دواده دخاوند دكوم خپلوان يا كومې كورنۍ پسه اويا دحلالولو له پاره څاوري دواده له پاره راووست اوديري ته به رانژدي شو نو دټوپكو اوتومانچو اوازونو به درزهار جوړ كړ . ښايسته ډيري ډزې به يي وكړي . ښه مې ياد دي چې ډير كسان په دا ډول ډزو كې وژل شوي اوټپيان شوي و . خودواده په سندرو كې ددغه وژلو كسانو خو چا هډو نوم هم نه اخيست . بلكې يوازې دادم خان درخانۍ ٬ليلا مجنون ٬ رابيا اوفتح خان او اوس دادی دفضل اوښاپيرۍ نوم هم دمينانو په لوې قطار ورزيات شو .خو په دې ساز سندرو كي دنور هيڅ چا په نوم بنديز نه و ٬ يوازې اويوازې دفضل په نوم بنديز و چې دامهال يي دسندرغاړي په ستوني كې وچ كړ .
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دومره مې ياد دي چې دلومړني ښوونځي په دويم يا دريم ټولگي كې ووم. لغماني استاد زموږ بد قاره ښوونكى و . موږ ټول تري ويريدلو . هغه مهال موږ په كومه كوټه يا ټولگي كې درس نه لوست . بلكې دشنه اسمان په ورځ به دلوې برجورې كلا په منځ كې چې دحكومتې رباط په نوم ياديده په لويه چوتره كې ناست و . څو ټولگي به خوا په خوا ناست و . دماشومانو له هر ټولگي نه به دشاتو دمچيو په څيرد سبق بنگاري اوريدل كيده . له هر ټولگي به يو موزون اواز راپورته كيده خو څوك به نه پوهيدل چې څوك څه وايي .
زموږ ښوونكی لغمانی استاد به زمو ږ دټولگي په مخ كې په غوړيدلي څادر ناست و . دحاضرۍ اوترقي تعليم كتابونه به يي په مخ كې ايښي و . اودهغو دپاسه به يي يوه لنډه خو ډبله دتوت لښته هم ايښي وه . كله چې به استاد غږ وكړ نو اول به مو دهغه تورو سترگيو اوبيا به مو دتوت پيړي خو لنډې لښتې ته وكتل نو ويره به مو په اندامونو خوره شوه ..
كله چې به كوم شاگرد په سبق كې بند پاتي شو اويا به يي سبق ښه نه وزده كړې نو لايق شاگرد ته به يي امر وكړ چې هغه تنبل په لښته په لاسونو ووهې . زه هم په دغه لښته څو واري وهل شوي يم . داسې نه چې درس مې نه وو زده بلكې دښوونكې امر به مې ښه نه شو ترسره كولی اوتنبل شاگرد به مې ښه نه شو وهلي . په كرار اوورو گوزارونه به ددې سبب شول چې لغمانی استاد به په قهر شو راپا به څيده اودوهلو دښودلو په بهانه به يي ماته لښته ونيوه اوبيا به يي راته وويل لاس ونيسه ما به لاس ونيوه . دلاس په نيولو به هغه څو خرپه تير كړه زه به لولپه شوم اوبيابه يي راته وويل داسې وهل كوه .
دا هلته اوهغه مهال يوه معموله كيسه وه . دهمغه رباط يا لويې كلا عادت و . درباط ديوالونو ٬ونو ٬پاس چوترې اودكلا په منځ كې دلښتيو روانو اوبو هم داكيسه كوله دوهلو اوسيزلو كيسه به يي كوله . ځكه چې دادحكومتی مركز و . كله چې به چا په كلي كې لږ شان وران كار وكړ اودكلې دملك سره به يي ښه راشه درشه نه درلوده ٬ يا به يي دحكومت خريداري اوبيگارته غاړه نه ايښوده نو هغه به دسپاهيانو په زور همدې كلا ته راوستل كيده اودامنيه ساده ظابط گي اوعلاقه دار به مجرم كس په سپاهيانو تاړه اوداسي به يي واهه چې بيا به يي دچا خبره ښوروا هم نه تيريده .
نو زموږ ښوونځي هم په داسې يوه لويه جابره اوظالمه كلا كې جوړ شوي و . هلته چې وهل اوټكول دود و.موږ هملته سبق ويلو. لغماني استاد به په ډير خوند درس راكاوه .
يوه ورځ ټكنده غرمه وه دحمل مياشت نيمايي ته ورغلي وه . ونې ښې سمسورې شوې وې .انځر ونې خو بيخي ډيرې گڼې شوي وې . هوا توده شوي وه چې موږ درباط په منځ كې دتل په څير كتار ودريدو . سرښوونكي دتل په څير خپل نصيحتونه وكړل . په لمانځه اوداسه ٬ عبادت ٬ لويانو ته په درناوي ٬ دسپو په جنگ نه اچولو ٬ دډبرو په نه گوزارولوىې ټينگار وكړ اوله خبرو ورسته يې هر ټولگي موذون قدم پريښودلو. دهر ټولگي لين به تر لويي دروازي چې لس متره دنگه اوپنځه متره سوروره وه نه ويجاړيده . دروازه ډيره دنگه جوړه شوي وه . پر سر يي يوه لويه سراچه وه ٬ چې هلته به په ژمي كې دسيمې علاقه دار كښيناستلو خو موږ چې به له دغه دروازي ووتلو نو ځان به مو ازاد احساسولو .خو يوه ورځ په دروازه كې څه بل شان گڼه گوڼه جوړه شوه .
زموږ ټولگی ددروازي خواته ورنږدې شوي و .
هلته ليري دعلاقه دار دميز نه لس متره ليري يو سړي په وينو سره چاكو سره ولاړ و . اوپه يوه ساه يي چيغي وهلې . سپين تازي سپی هم له سړې سره ولاړ و . ژبه يي څو لويشتي راويستلي وه . هغه سپين تازي داوږدي لكۍ اواوږدو غوږونو سپی هم په وينو تك سور و. سړي په يوه ساه چيغي وهلي . سپی به يي په پښو كې توغليده . ژړل به يي اوبيا به يي يو ناڅاپه په هغو مچانو چي په سراوتن يي راټول شوي و غپ لگول .
سړي لنډه بونډه ونه درلوده په وينو سور دعلاقه دار مخكي ولاړ و۔سترگې ىې سرې راوتلى وې . همدايي ويلي هغه ما وژلي دی بل څوك مجرم نه دی . ما غزا وكړه اوس مې چانواري كړۍ . بل څوك مه نيسۍ . دا چيغي په يوه ساه ويل كيدلي . دښونځي ټول شاگردان ورته دسيل له پاره ولاړ و . لكه چې يو بل ښوونځي اويو بل درس پيل شوي وي . ددې كلي دژوندانه درس اوىا زموږ دكلي ژوندانه بله مدرسه .
علاقه دار په وينو سور زلمى زغم٬ ته راوباله . دننوتلو يي ورته وويل . دكښيناستلو يي ورته وويل . خو زلمی لكه چې په سترگو يي سره پرده راغلې وي . همدا يوه كلمه په خوله اخيستله . له چيغو سره به تازي سپي هم دهغه په پښو كې وكړونچيده اوبيا به يي دځان په مچانو غپ كړل . اوږده قوله به يي وويسته . اوپه پښو كې به ورته وتوغليده . خو په وينو سور سړی لكه سركاوته ٬ لكه ليونی ٬ لكه جنون اخيستې ٬ بې خوده انسان په سترگو نور څه نه ليدل . دچا خبره په سترگو يي دوينو پرده غوړيدلي وه . اوله ځانه يي دبنيادم دوينو٬ مستو وينو بوي خاته .
٭٭٭
فضل دكوز كلي ديوه ډير بيوزلي نايي زوي و ٬ چې كرۍ ورځ به يي دخلكو په مزدورۍ كې تيروله . هغه په كلي كې دچا خبره چې نه دسر سيوري اونه هم په اسمان كې ستوری درلود . دكلي يوه مالداره سړي ورته يو كوټه وركړي وه چې هغه په كې شپي ورځي سبا كړي . دفضل پلار گلو په يوه سترگه ړوند و . دچا خبره چي ورميږ يي هډوكي نه درلود . دسهار دلمر څرك سره به يي بكس څنگ ته و . اودكليوالو هر ډول خدمت ته به يي ملا تړلي وه . لالها نده ژوند يي درلود . په كلي كې يي پوله پټي نه و .
گلو چې به دكلي نور هلكان وليدل نو په زړه كې به يي دخپل زوي له پاره ارمانونو غزوني وكړي . هغه به ډير ځله فضل دې ته هڅاوه چې ښوونځي ته ولاړ شي . ليك لوست زده كړي . سبق ووايي . اوبيا به يي سره له دي چې په خپل كسب او كار شكرونه ويستل خو دكلي دنورو مالدارو خلكو په ليدو به يي ځان ډير كوچني اوسپک سپانده احساس كاوه . خو هيڅكله يي دا خبره په خوله نه راوړله بلكي هر څه يي دتقدير كار باله ..
خو فضل هيڅ پلار ته نه پاتي كيده . هغه نه يوازي په ونه جگ نري اوښكلى زلمى و ٬ له رنگه سپين و ٬ نريو بريتو يې دمخ په كاسه كې زيب كاوه . په خوي اوكركتر كې هم ياغي اودپلار په څير مطيع اوايل نه و . چې لږ رابوتكي شو نو په دريم ټولگي كې يي ښوونځي پريښود . هسې خو هم دخپلو ملگرو نه ډير مشر و . دهلكانو اوهمزولوسره به په لوبو٬ ډبرو غورځولو٬ اونورو مستيو سر مستيو مشغول و . ورو ورويي دسندرو سره مينه پيدا شوه . دهغه په اواز كې خاص جادويي اثر پروت و .چې كله به دغره په تړه يا بر اوكوز كڅ كې ديكه زار غږ شو نو ټولو كليوالو دفضل اواز له لىرې پيژانده . دې كارونو هغه نور هم وهڅولو چې سندرې ووايي۔ نو چې كله به په كومه ديره اويا هوجره كې چا بنډار جوړ كړ نو فضل به ارومرو چې ددغه مجلس نقل و . دې به ارومرو چې حاضر و . بې له فضله خو بنډار تش و اوچي ټنگ ټكور به پيل شو نو دهغه ديكه زار غږ ته خو به دكلي نجوني دهوجرې دروازي ته پنډي شوې وې ٬ دفضل دخواږه اواز داوريدو له پاره به يې خپله ساه هم بنده كړي وه .
ښاپيري همدې اواز ((درخانى)) كړي وه . هغه لا ددولس ديارلسو كالو وه چي دفضل په خواږه غږ ليونی وه . هغې هم په كلي كې دښكلا ثاني اومثال نه درلود . دمور يوازينۍ نازولي لور وه .خو هغه لا دبده قسمته ان په كوچنيوالي كې دخپلې ترور دزوي په نوم شوي وه . دهغې دترور زوي چې په كلي كې دډيرو شتو اوهستۍ خاوند و . دديري اوهوجري خاوند و . دپټو اوكڅونو خاوند و دقلبو خاوند و . خو دچا خبره چې په دې هر څه يي دښاپيرۍ څه ؟. هغه دميني ليواله وه . مينه چې ړنده وي په نور وهم دړندو گمان كوي . مينه چې عقل نه پيژني . مينه چي هيڅ نه ويني يوازي مينه ويني . يوازي بله نړۍ ٬ داحساس عاطفي دونيا . نو ځكه خو دښاپيري مينه دكلي ديو ډير غريب نايي له زوي دفضل سره دكلې دټول دود اورواج خلاف كار و . هغه نايي و خو ښاپيرۍ ته پادشاه و. دهغه مينه ورته دشهزاده وه. مينه له خوار نايي څخه شهزاده جوړوي . مينه چې له غريب نه خانزاده جوړوي . نوځكه خو فضل دښاپيرۍ له پاره دكلي پادشاه و . هغې ټوله دونيا دفضل په سترگو كې ليدله . اوفضل هم داشان . نوځكه خو كله چې به ښاپيري دكلي مخ كې ويالې ته ووتله ٬ نو تر هغې به دښاپيري منگي نه ډكيده چې فضل به په سپينو كاليو کې دكلي دمخه نه و تير شوي .
دښاپيرۍ اوفضل مينې اوازو انگازو ټول كلي پر سر اخيستي و . دهر چا دخولي اودژبي سر و. دواړو ښه ځواني درلوده . دواړه ديوه كلي په تنگو كوڅو كي تيروبير كيدل . اودواړو ....
خو ښاپيرۍ دخپل ترورزوي نه پوره كركه لرله. نه يي دترورد زوي په پټو اوقلبو فكر كاوه . اونه يي دهوجرو اوديرو اودكلي دخانۍ اوملكۍ خيال ساته . خو دفضل اوښاپيرۍ مينه همداسي په ظالمانه اوبيرحمه چاپيريال كې وده وكړه ٬ پخوالي ته ورسيده . دواړه يي لوي كړه دواړه يي مشهور اودكليوالو دژبې سر كړه . خو مينه طوفان شوه سيلۍ شوه ٬ سيلاب شوه اودواړه يي دنيزه وړو په څير دكونړ په خونكاره سيند لاهو كړل .
٭٭٭
خو دادپسرلي ورځ څه بل شان ورځ وه . دفضل پلار سهار دوخته دملا اذان مهال له كوره ووت . فضل هم څاښت اوتنكۍ غرمه له كوره ووت۔ دتل په څير دكوزې كڅۍ ځمكو ته لاړ . غنم خيد شوي و . دپټو پولي يو گز ببري ولاړې وې . ښاپيرۍ هلته كښته په كوز پټي كي واښه كول . كله به پورته شوه اوكله به هم كښته شوه . فضل دښاپيرۍ پټې ته ورنږدې شو . خو ناڅاپه په فضل دچاكو گانو باران جوړ شو . ناڅاپه . دوه تنو هغه راوپرزاوه . په تازي سپي يي وداړه .كالي يي ورته په ځان كې ريښه ريښه كړل . اوپه دې ډول يي دشنو غنمو اوببرو واښو دپسرلي دشړندې اوډكې ويالې له پاسه ساه وركړه . دتل له پاره دخپلې مينې اوعشق سره له دې دونيا ولاړ . قاتل په منډه دخپل تازي سپي سره ځان حكومت ته ورساوه . كالي يي په وينو سره و . چيغي يي وهلي۔ تازي سپی يې هم اوږده غوږونه كښته ځوړند كړي و . سپې دهغه په پښو كې چنگل اودهغه په شاه باندي په پرتو وينو راټول شويو مچانو به يي غپ كړل بيا به يي وكوړنچل . اوږده قوله به يي وويسته اوبيا به يي وسينگل . خو قاتل خپله خبره كوله ديوه سركاوته اوليوني په څير .
دحكومتي عسكر رادمخه شول . دښوونځي هلكانو ته يي دتللو لاس وخوځاوه . ټول يي په زوره ليري كړل . قاتل يي داوږدو تنبو دننه كړ . بيايي هلته بويناكي كوټي ته بووت زولنې يي ورواچولي . پښې اولاسونه يي وتړل . اودفضل په وينو دسرو كاليو سره دخپل تازي سپي سره په خپلو چرتونو كې ولاړ .
٭٭٭
سندرغاړی چې په ريږديدلي اواز په ځمكه ناست وداسې مالوميده چې دسرويښته يي نيغ ولاړ وي ۔ هغوۍ چې سندرغاړى پيژاندهدهغو دسرونو اوتنونو ويښته هم نيغ ولاړ و ۔ ناسوتو خلکو ټولو هغه ته کتل دسندرغاړي پر مخ مړې اوښکې راماتې وى ۔ ژړا يي نه کوله لکه چې دتازي سپي اوپه وينو دککړو جامو سړى يي بيا مخي ته ولړ وي ۔داوار بيا هغه پيښه ورته تکرار شوي وي لکه چې ورور يي همدا نن وژل شوي وي ۔ دسندرغاړي په سترگو کي هم دا مهال اوښکې را ټوکيدلي وې ټوله شاوخوا يي وينه شوي وه ۔ لاندي سيند هم سور لکه دوينو سيند داسي واخله پاس خلک ٬ کټونه هم په وينو سره بريښيدل ۔اودڅراغونو رڼا هم په وينو بليدله ۔ ځکه چي ډير کلونه يي دورور له مرگه وروسته ډير کلونه يي يو وار بيا دهغه دقاتل له خولي په غوږ کي اوريدلي ووچۍ :
. مالس كاله زندان دفضل په وژلو تير كړ نوی له زندانه راغلي يم اوس ته زما په ټپ مالگي دوړوې غواړې چې تا هم دورور پسې واستوم اوبيا هلته لاړ شم . دهغه نوم اخيستل زما سپكاوي دی .
لندن
2005-12-25